کهف سوره ، د قرآن کریم اولسمه سوره او په مکې نازله شوي یوه سوره ده ، چې په یوسل لسو ایتونو سره دقرآن کریم په پنځلسمې او شپاړسمې سپارې یا جزوې کې واقع ده . ؛کهف؛ نهه شپیتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده .
کهف د غار په معنا دی . په کهف ددې سورې دنومولو دلیل ، د هغو مسیحي مومنانو د ډلې دکیسې بیانول دي چې ورته اصحاب کهف (غار) وئيل کیږي .
کهف سوره په ویرې او میدوارۍ سره خلک نیکو عملونو او حق باندې داعتقاد په لور بلل کیږي . په دغې سورې کې د خداي تعالی دبچیانو پر نه شتون ټینګار شوی دی ، ددغې سورې یوې برخې مخاطبان هغه دوه ګوڼه پرست دي چې باؤري دي ، فرښتې ، جنیّان او صالح کسان د خدای بچیان دي .
دغه سورې درې حیرانونکي کیسې بیان کړي دي . اصحاب کهف کیسه ، دحضرت خضر او د موسی د ملګرتیا کیسه او د ذی القرنین کیسه . دخدای دشریک له نفی کیدا سره یو ځاي له خدایه ویریدا او د دتقوا رعایتولو ته هڅول ، هغه عبرتونه دي چې له دغو کیسو پرې پوهیدلی شو .
لومړنۍ کیسه له اصحاب کهف سره اړونده ده . مسیحي مومنان چې د دقیانوس له ظلم او کړاوه (۲۰۱-۲۵۱میلادی کال) په یوه غاړ کې پټ شول او کابو تر درو پيړیو یا درو سوو کلونو پورې ویدۀ پاتې شول . دوي له درې سوه کاله وروسته ویښ شول او له دې وروسته چې په پټه ښار ته وارد شول ، دخپل ځان په باب له ډيرو کمو حیرانونکو بدلونونو څخه حیران شول چې تر درو پیړیو پورې ویدۀ کیدل هم پکې شامل وو ،په دغه وخت کې ، د ظالم پاچا دمرګ کلونه کلونه تیرشوي او مسیحي مومنان له اقلیّته وتلی او په اکثریّت بدل شوي دي .
ددغې سورې بله برخه له یوه صالح انسان سره د موسی علیه السلام د ملګرتیا کیسې ته اشاره کوي چې مفسرانو هغه حضرت خضر علیه السلام معرفی کړی دی . په دغه سفر کې خضر داسې کارونه ترسره کوي ، چې دموسی لپاره د منلو وړ نه دي او هغه خیرانه وي او ورباندې خپه کیږي ، خو کله چې خضر دخپلو کارونو دلیل بیانوي ،نو په رازونو پوهیږي او پخپلې حیرانتیا اوبې تابۍ پښمانه کیږي .
ددې سورې بله برخه د ذوالقرنین پيښه تشریح کوي ، چې څرنګه ئې د دنیا خیتځ او لویدیځ ته سفر وکړ او له مختلفو قومونو سره مخامخ شو او بلاخره دخلکو د یوې ډلې په مرستې سره ئې د یاجوج او ماجوجو له دسیسې سره مقابلې ته مخه کړه او د هغوي په لارې کې ئې یو وسپنیز خنډ جوړ کړ او دهغوي نفوذ ئې غوڅ کړ .
1 د ذوالقرنین د شخصیت په باب دنظر اختلاف شته دی ،یو شمیر هغه د خدآي پیغمبر او یو شمیر نور ئې هم یو دیندار پاچا معرفي کوي . په عین حال کې له ذوالقرنینه د قرآن انځور ، په خداي او دقیامت په ورځ د ایمان راوړونکی مومن کس دی چې ډیر لوي حکومت ئې درلودلی او خدای تعالی دهغه په اختیار کې د پرمختګ سببونه ورکړی دی .
2 یاجوج او ماجوجد هغه قوم یا قومونو چې په قرآن او د یهودیانو او مسیحیانو په دیني متنونو کې یاد شوي دي .د نورو د کړولو او د هغوي د مالونون د لوټولو په دلیل یوه ظالمه ډله معرقي شوي دي ، چې ذوالقرنین دیوه وسپنیز خنډ په جوړولو سره د هغوي د نفوذ مخه نیسي . د اجوج او ماجوجو بیا بغاوت ، په قرآن او د مسیحیانو اویهودیانو په دیني متنونو کې د آخرالزمان نښې دي .